ولسمشر ټرمپ ایران سره ګټورې خبرې روانې دي؛ بقایي د امریکا وړاندیز تر ارزونې لاندې دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

‏د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، چې واشنګټن له تهران سره د وروستیو تماسونو پر مهال “ډېرې ښې خبرې” کړې دي او امکان شته چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې مثبتې وې او د یوه احتمالي توافق لپاره هیله موجوده ده.
بل‌خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” ویلي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز لا هم د تهران تر ارزونې لاندې دی.
هغه زیاته کړې، ایران به له وروستیو سلا مشورو وروسته د پاکستان له لارې امریکا ته خپل رسمي ځواب واستوي.
بقايي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د ایران دریځ به د ملي ګټو او روان وضعیت له ارزونې وروسته اعلان شي.

Related Articles

Back to top button