د مالي جګړه؛ د وسله والو پر ضد عملیاتو کې پرمختګ شوی او له ګڼو سیمو شاتګ ته اړ شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د مالي پوځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې وسله‌وال له ګڼو سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.
د پوځ د اعلامیې له مخې، امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په څو جبهو کې عملیات پراخ کړي چې له امله یې د وسله‌والو د تحرکاتو مخه نیول شوې او هغوی له ځینو مهمو موقعیتونو شاته شوي دي.
چارواکو ویلي، چې د عملیاتو موخه د ناامنیو د کمولو ترڅنګ د دولتي واک د ټینګښت او د ملکي وګړو د امنیت ډاډمنول دي.
په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې د عملیاتو په جریان کې ځینې سیمې د وسله‌والو له کنټرول څخه وتلي؛ خو وضعیت لا هم په بشپړ ډول نه دی عادي شوی.
پوځ ټینګار کړی، چې د عملیاتو لړۍ به تر هغه دوام ولري څو په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button