مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۵۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۹۵۵ کډوالې کورنۍ او ۵۱۰۲ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا ۱۰۲۲ کورنۍ او ۵۶۱۰ تنه خپلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوي او د کرایې په توګه میلیونونه افغانۍ ورسره مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي یوازې د تورخم له لارې ۸۴۴ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته انتقال شوې دي. همداراز د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۱۰۱۳ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې دي.

راپور زیاتوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا، خوراک، مخابراتو او عامه پوهاوي بېلابېل خدمات هم وړاندې شوي دي. د هېواد په بېلابېلو سرحدي کمپونو کې ټولټال ۹۴۶ سیمکارتونه په وړیا توګه وېشل شوي او زرګونه کسان روغتیايي خدماتو څخه برخمن شوي دي.

Related Articles

Back to top button