
قطر کې افغان سفیر سهیل شاهین د ګامبیا له سفیر سره د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا خبرې کړي
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
په دوحه کې د افغانستان سفیر “سهیل شاهین” د ګامبیا له سفیر عمر جاح سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړېکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دوحه کې د افغان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د عمومي ثبات او امنیت په اړه مفصل بحث شوی او دواړو لورو د امنیتي وضعیت ترڅنګ د دوهاړخیزو اړېکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د راتلونکو اړېکو او تماسونو د پراخېدو لپاره د همکاریو پر دوام هم خبرې کړې دي. همداراز په دې ناسته کې د افغانستان دننه د پانګونې فرصتونو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا موضوعات هم مطرح شوي او د همکاریو ترڅنګ په نورو برخو کې هم د نظر تبادله شوې ده.


