خلیل الحیه: فلسطینیان به د صهیونیستي بریدونو پر وړاندې تسلیم نه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر” مشر خلیل الحیه” ویلي، چې صهیونیستي اشغالګر رژیم د خپلو توجیهاتو له لارې هېڅوک نه شي قانع کولی، ځکه چې د ده په وینا، هر سهار او ماښام ترورونه او بریدونه ترسره کېږي.هغه ویلي، “ټول هغه کسان چې په نښه کېږي، زما زامن، ورونه او زما د ولس بچیان دي، زموږ وینې او ارواوې یوه دي او راتلونکی او برخلیک مو ګډ دی.”
خلیل الحیه ټینګار کړی، چې د غزې خلک به خپله خاوره پرېنږدي او د فلسطین ولس به هېڅکله تسلیم نه شي.
هغه زیاته کړې: “زموږ ولس د حق، ارادې او مشروع قضیې خاوند دی او تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي څو خپلې موخې ته ورسېږي.”
د حماس مشر همداراز ویلي، د فلسطین ولس به د اسرائیلي رژیم “جنایتونه” بې ځوابه پرېنږدي او د دغو فشارونو پر وړاندې به تسلیم نه شي.
هغه ټینګار کړی،چې د غزې خلک په خپلې خاورې کې ټینګ ولاړ دي او له ستونزو سره سره صبر او مقاومت ته دوام ورکوي.

Related Articles

Back to top button