د کابل پنځمې حوزې پولیسو ۲۳ غله نیولي او ۱۸ غلا شوي موټرسایکلونه يې ترلاسه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کابل امنیه قومندانۍ وایي، د پنځمې حوزې امنیتي ځواکونو ۲۳ تنه هغه غله نیولي چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې د خلکو موټرسایکلونه غلا کول. د چارواکو په وینا، دغه کسان د کشفي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د پنځمې حوزې د کنټرول آمر حافظ منیب ویلي، له نیول شویو کسانو سره ۱۸ غلا شوي موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د نورو قانوني اجراآتو لپاره جنايي ارګانونو ته لېږل کېږي.
نوموړي له خلکو غوښتي، که د کابل په اړوندو سیمو کې یې موټرسایکلونه غلا شوي وي، نو د اسنادو سره دې پنځمې حوزې ته مراجعه وکړي او خپل موټرسایکلونه دې تسلیم کړي.



