عبدالملک حوثي: یمن کې سترې نفتي زېرمې د نړیوالو قدرتونو هدف ګرځېدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په حضرموت، المهرة او د یمن په نورو ولایتونو کې شته سترې نفتې زېرمې د امریکا، اسرائیلو، برېتانیا او سعودي د لېوالتیا او طمعې هدف ګرځېدلې دي.

حوثي، په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د یمن په ختیځو او نورو سیمو کې پراخې نفتي شتمنۍ د بهرنیو قدرتونو پام ځان ته اړولی او همدا لامل دی چې یاد هېوادونه د یمن په چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د یمن ولس او وسله وال ځواکونه به د خپلو طبیعي شتمنیو د ساتنې لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button