کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په «لقمان» کلي کې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو ۱۲۰۰ کارتنه درملو مخه نیولې ده.
د ۲۰۵ البدر قول اردو ويلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
مسوولین وايي، نیول شوي درمل قاچاقي او غیرقانوني وو چې د اړوندو ادارو د استازو او امنیتي مسوولینو په حضور کې د قانوني کړنلارې له مخې وسوځول شول.
یادې قول اردو ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د سرحدي سیمو امنیت ته جدي پاملرنه لري او د هر ډول قاچاق پر ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.


















