هرات کې ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۲۶مه)
د هرات ولایت مقام مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده، چې د ټول هېواد د زعفرانو د ۱۴ زره هکټاره کښت ډېره برخه جوړوي.
د اټکلونو له مخې، سږ کال به په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې ورسېږي. په ورته مهال، په هرات کې زعفرانکرونکو د مناسبو هوايي شرایطو او د حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې افغان زعفرانو د لوړ کیفیت او ځانګړي خوند له امله د لسم ځل لپاره په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړی دی.



