عراقچي د امریکا جګړې وزیر ته: له تاریخه عبرت واخلئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د امریکا د جګړې وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې نوموړي ته سپارښتنه کړې، چې له تاریخه عبرت واخلي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې عراقچي د قوانینو په اړه د امریکا د جګړې وزیر د څرګندونو په ځواب کې د یوه رومي قوماندان برخلیک ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «هغه کسان چې له تېر وخت څخه عبرت نه اخلي، اړ کېږي چې خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د امریکا د جګړې وزیر په بهرنیو هېوادونو د بریدونو د قوانینو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.



