له باب المندب تنګي د سعودي ملاتړو ځواکونو شاتګ کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
په یمن کې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو او د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت د پېژندل شوي حکومت پورې تړلو وسله‌والو اعلان کړی، چې خپل پوځي موقعیتونه یې بدل کړي او د باب المندب له تنګي څخه یې شاتګ کړی دی.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه هڅه کوي د یمن په سوېل لوېدیځ کې د ستراتیژیک ښار تعز په شاوخوا کې د حوثیانو کلابندي پای ته ورسوي.

عدن ښار، چې له یو میلیون څخه ډېر نفوس لري، د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت د پېژندل شوي حکومت لنډمهالی مرکز دی. دغه حکومت په رسمي توګه د «جمهوري ریاست د رهبرۍ شورا» په نوم یادېږي.

د سعودي له ملاتړه د برخمنو وسله والو لخوا د موقعیت بدلول او له باب المندب څخه شاتګ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تعز ښار او د باب المندب ستراتیژیکه سیمه د یمن په جګړه کې مهم پوځي او جغرافیایي ارزښت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button