عبدالسلام حنفي: افغانان د یوه رهبر تر مشرۍ لاندې متحد شوي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزرا اداري مرستیال “مولوي عبدالسلام حنفي” د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې ویلي، چې دیني عالمانو د اسلامي ارزښتونو او نظام د دفاع په لار کې تاریخي مبارزې او قربانۍ ورکړې دي.
حنفي زیاته کړې، افغانستان په تېرو وختونو کې له ژبنیو او سیمهییزو اختلافونو سره مخ و، خو د نوموړي په وینا، اوس افغانان د یوه رهبر تر مشرۍ لاندې سره متحد شوي دي.
نوموړي همداراز د عمومي عفوې د فرمان پر عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت ځواکونو له پخوانیو مخالفینو سره د چلند پر مهال د عمومي عفوې فرمان رعایت کړی دی.



