کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېڅ هېواد نه شي کولای غزه اشغال کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د ځینو اسلامي هېوادونو له لوري غزې ته د پوځونو لېږلو په غبرګون کې کړي دي.
حوثي ویلي: غزې ته د پوځونو لېږل د ولسي خوځښت مخه نه شي نیولی او داسې ماته به وخوري لکه څنګه چې صهیونیستي اشغالګرو وخوړه.
حوثي ټینګار کړی، چې نه امریکا، نه بریتانیا، نه د سیمې کوم هېواد او نه هم بل کوم بهرنی ځواک د دې توان لري چې د خلکو د پاڅون پر وړاندې ودریږي.
د نوموړي په وینا غزه کې مقاومت پیاوړی، ولسي اراده قوي ده او هر ډول بهرنی لاسوهنه به له سخت مقاومت سره مخ شي.


















