کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام ویاند “ابوعبیده” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې په غزه کې د وروستي صهیونیستي بندي «ران ګویلي» د جسد اړوند بشپړ معلومات یې منځګړو ته سپارلي دي.
د القسام ویاند ویلي، چې صهیونیستي رژیم دا مهال د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ د یاد بندي د جسد د موندلو هڅې پیل کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اوربند د هوکړې له مخې، کتائب القسام ټول ژوندي او مړه صهیونیستي بندیان مقابل لوري ته سپارلي دي؛ خو د هغه په وینا صهیونیستي رژیم یادې هوکړې ته ژمن نه دی پاتې شوی او په ځلونو یې هوکړه نقض کړې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اوربند د تړون د پلي کېدو په اړه لا هم جدي اختلافونه موجود دي.


















