فلیپین کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه له امله ۱۵ کسان مړه او ۲۸ نادرکه دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د فلیپین په سوېل کې د باسیلان ولایت ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۲۸ نور نادرکه دي او تر ۳۰۰ زیات کسان ژغورل شوي دي. پېښه د دوشنبې په سهار وختي رامنځته شوې ده.

الجزیرې د ساحلي ساتنې د ځواکونو له قوله راپور ورکړی چې کښتۍ د ځایي وخت له مخې د سهار په ۱:۵۰ بجو واوښته.

د مینداناؤ د سوېلي سیمې د ساحلي ګارد قومندان ویلي، تر دې دمه لږ تر لږه ۳۱۶ کسان ژغورل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

چارواکو زیاته کړې چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ساحلي ګارد الوتکه هم برخه اخلي او سمندري او هوايي ځواکونو خپل تجهیزات سیمې ته استولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button