خوست استخباراتو د ملي امنیت د پخواني غړي پټ ښخ شوی جسد په يوه کور کې وموند

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي چې د دغه ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د هغه کس جسد موندلی چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې په مرموز ډول وژل شوی و.

د معلوماتو له مخې، یاد کس د پخواني حکومت پر مهال د ملي امنیت د واکنش قطعې غړی و.

چارواکي وايي، نوموړی د خپلو ماماګانو او تره زامنو له لوري وژل شوی او جسد یې په خپل کور کې په پټه توګه خښ کړل شوی و.

ياد دفتر ويلي، چې د سیمې د خلکو او د عامې روغتیا ریاست د صحي ټیمونو په حضور کې يې جسد له خاورو راوویستل شو او وروسته کورنۍ ته وسپارل شو.

د یادې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي. مسوولین زیاتوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button