کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي نن له اړمنو خلکو PIN مؤسسې مرستیال احسان الله نعیم سره وکتل او ترمنځ يې د اووه سوه زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه.
د تفاهم نامې له مخې به د بلخ ولایت په څو ولسوالیو کې ۱۵۷۰ مستحقو کورنیو ته نقدي مرسته، ۱۹۵۳ کورنیو ته د حیواناتو خوراکي توکي او د لیږدولو کرایه، او ۲۰۸۶۱ کورنیو ته د حیواني پرازیت درمل او اړین لوازم وویشل شي.
يادې ادارې په خبرپاڼه کې ويلي، چې په غونډه کې ترابي ټینګار وکړ چې د پېښو زیانمنو شوو خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې همکاري دوام ولري او د هوکړه لیکونو د پلي کېدو لپاره به له PIN مؤسسې سره نږدې همغږي وي.
د مؤسسې مرستیال هم د تفاهم نامې د ارزښت او د راتلونکو پروژو په پلي کېدو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


















