کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د برازیل ولسمشر لويس اېناسيو لولا دا سلوا د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې وړاندیز کړی چې د «سولې شورا» فعالیتونه دې یوازې د غزې پر موضوع متمرکز وي. د برازیل د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، لولا ټینګار کړی چې د یادې شورا ماموریت باید محدود او مشخص وي، او په عین حال کې یې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو اړتیا هم یاده کړې، چې پکې د امنیت شورا دایمي غړو شمېر زیاتول هم شامل دي.
لولا د لاتینې امریکا د وضعیت په تړاو هم خبرې کړي او د وینزویلا د حالاتو په اړه یې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی، څو د یاد هېواد د خلکو وضعیت ښه شي.


















