کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود او د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او برېښنا مهمو پروژو په اړه خبرې شوي.
ملا برادر وویل، د ټاپي پروژې پيل د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام دی او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د ټاپ پروژې د لار نقشې د نهايي کېدو او د برېښنا د انتقال په برخو کې بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي همداراز وغوښتل چې د تورغونډۍ–هرات رېل پټلۍ پروژې په اړه دې د ترکمنستان دریځ روښانه شي او په ګډو پروژو کې دې افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، ټاکل شوې د روان میلادي کال تر پایه د پروژې چارې د هرات تر مرکزه ورسېږي. هغه د تورغونډۍ–هرات رېل پټلۍ کې د پانګونې او افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د زیاتولو ژمنه هم وکړه.


















