اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲، سلواغه، ۱۴۰۴ل)
یو اسرائیلي پوځي او استخباراتي شنونکی وايي چې د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د منځني ختیځ په کچه د اسرائیلي استخباراتو لپاره تر ټولو سخته او پېچلې معما ده.
د يديعوت احرنوت ورځپاڼې په حواله، اسرائیلي شنونکي ناداف ايال ویلي چې له ۲۰۰۵ کال وروسته، کله چې اسراییلي ځواکونه له غزې تړانګې ووتل، اسرائیلي استخباراتي ادارې ونه توانېدې چې د حماس په پوځي او سیاسي رهبرۍ کې اغېزناک نفوذ رامنځته کړي.
نوموړي اعتراف کړی چې حماس یو تړلی، پټ، منظم او ایډیالوژیک سازمان دی، چې استخباراتي نفوذ پکې ډېر ستونزمن دی. د هغه په وینا، د حماس د مشرانو هویتونه تر ډېره نامعلوم پاتې دي او د دې غورځنګ داخلي جوړښت د سختو امنیتي تدابیرو له امله د ماتېدو وړ نه دی.
راپور زیاتوي چې اسرائیلي استخباراتي کړۍ حماس داسې یو ثابت حقیقت بولي چې د کلونو کلونو محاصرې، سیاسي فشار او پرلهپسې جګړو سره سره یې خپل تنظیمي جوړښت، داخلي نظم او اغېز ساتلی دی.
شنونکي وايي، د حماس دا پیاوړتیا او تړلی جوړښت د دې لامل شوی چې اسرائیلي استخبارات تر اوسه ونه شي کولای د دغه غورځنګ پر تصمیم نیونه او ستراتیژۍ اغېزناک کنټرول ولري، او همدا موضوع دا ډله د سیمې له تر ټولو پېچلو استخباراتي هدفونو څخه ګرځولې ده.


