قطر، مصر او ترکیه د امریکا او ایران د احتمالي مذاکراتو لپاره په انقره کې د لیدنې هڅې کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
امریکايي وېبسایټ «اکسیوس» راپور ورکړی چې قطر، مصر او ترکیه هڅه کوي د سپینې ماڼۍ د استازي سټېف وېټکوف او ایراني چارواکو ترمنځ په انقره کې د یوې احتمالي لیدنې زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د غیرمستقیمو اړیکو تر څنګ د خبرو اترو د تنظیم لپاره سیمهییزې هڅې روانې دي او ویل کېږي مسودې او وړاندیزونه هم تبادله شوي دي.
یو لوړپوړي امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې د ټرمپ اداره له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی، خو لا هم روښانه نه ده چې تهران به په رسمي ډول خبرو ته حاضر شي که نه.
بل لور ته ایراني چارواکو هم د «ملګرو هېوادونو» له لوري د باور جوړونې هڅو یادونه کړې ده.
راپور زیاتوي چې قطر، مصر او ترکیه د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په همغږۍ بوخت دي، څو د پراخې سیمهییزې جګړې مخه ونیول شي.
سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او ډیپلوماټیک حل لا هم یو انتخاب بلل کېږي.


