متحده عربي امارات په غزه کې د ملکي چارو د ادارې کنترول وړاندیز کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو ۱۲ ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو وړاندیز کړی چې د اسراییلو په ملاتړ او د امریکا په همغږۍ د غزې تړانګې د ملکي چارو ادارې کنترول پر غاړه واخلي.

د راپور له مخې، په دې اړه خبرې اترې پرمختللې مرحلې ته رسېدلي او د اسراییلو، اماراتو او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړو د مسودو تبادله هم شوې ده.

د وړاندیز له مخې به ابوظبي په غزه کې د ورځني ملکي ژوند بشپړ مسوولیت ولري او دا به د میلیارډونو ډالرو پانګونې له لارې تمویلېږي.

پلان کې دا هم شامل دي چې د غزې سوداګري او بازارونه به د اماراتو تر ادارې لاندې وي، او لوژستیکي مرکزونه به د اماراتي ځواکونو او امریکايي خصوصي امنیتي قراردادیانو له لوري خوندي کېږي.

راپور زیاتوي چې غزې ته ټول واردېدونکي توکي به د اسراییلو له لارې تنظیمېږي او د اسراییلي عرضه کوونکو او قراردادیانو څخه به کار اخیستل کېږي.

ځینو اسراییلي چارواکو دغه طرحه په ښکاره ډول د غزې پر تړانګه د اماراتو «بشپړ ملکي تسلط» بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button