کندهار او لوګر کې د نږدې ۵۳ میلیونه افغانیو پراختیايي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ځایي مسوولین وایي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵۷ مترو په اوږدوالي د یوه سربند د جوړولو او د ۴۶.۳ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال د پاکولو چارې پیل شوې دي.
مسوولین زیاتوي، د یاد سربند او کانال پاکولو کار به د سیمې د کرنیز تولید په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي او د اوبو د منظم مدیریت له لارې به د ځمکو د تخریب مخه هم ونیول شي.
بل لور ته، د لوګر ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی چې د ازرې ولسوالۍ په جان خېلو سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
دغه پل ۶۳ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې تمه ده د یوه کال په موده کې بشپړ شي او له جوړېدو وروسته به د شاوخوا ۲۰ کلیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې کړي.


