افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان سره د همکارۍ د بیا پیل چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د روسیې لپاره د افغانستان سفیر ګل حسن حسن ټاس نړيوال خبري اژانس ته ویلي، هېواد یې د شانګهای همکاریو سازمان د ناظر هېواد په توګه چمتو دی چې له دغه سازمان سره خپلې همکارۍ بیا پیل کړي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان استازي به وکولی شي په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او په سازمان کې یو ځل بیا فعاله ونډه ولري.
سفیر زیاته کړې چې د مسکو او بېجینګ د دوامدارو هڅو په پایله کې د شانګهای همکاریو سازمان ډېری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان فعال ګډون بیا پیل کول ممکن او عملي شي.
افغانستان له دې وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان د ناظر غړیتوب درلود، خو وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد د ګډون پروسه ځنډولې وه. اوس د سیمې د مهمو هېوادونو هڅې روانې دي چې د افغانستان اړیکې له دغه سازمان سره بېرته رغېږي.


