افغانستان او ایران د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو لپاره خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیګدلي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي بیګدلی ويلي، چې ایران هڅه کوي له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې او پیاوړې کړي او چمتو دی چې د ګډ سرحد د تثبیت په برخه کې چارې ګړندۍ کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم ډاډ ورکړی چې افغانستان به په دې پروسه کې بشپړه همکاري وکړي او زياته کړې ده چې په نژدې راتلونکي کې به د سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو رسمي پروسه پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button