کورنيو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، قتل، وسلو قاچاق او نشهیي توکو په تړاو ۱۶ تنه نیول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په څو بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د غور امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د فیروزکوه ښار په مربوطاتو کې په یوه کور د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه هغه کسان ونیول شول چې تور پرې دی ۵۰۰ زره نغدې افغانۍ او د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر یې غلا کړي وو.
وزارت زیاتوي، درې تنه د قتل په تړاو د جوزجان ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې، دوه غله په هرات، دوه نور په غزني او دوه تنه د وژنې په تور په سرپل ولایت کې نیول شوي دي. همداراز، په جوزجان کې دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
بلخوا، د پکتیا د لویې لارې کنډک منسوبینو دوه کسان د وسلو او مهماتو د ناقانونه لېږد په تور نیولي، چې ورسره یو میل کلاشینکوف، څلور شاجورونه، ۴۰۳ مرمۍ، دوه لاسي بمونه او نور مهمات ترلاسه شوي دي.
په فراه ولایت کې هم د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو شپږ تنه له ۷۱ لېټرو شرابو سره نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.



