غازي حمد: اسراییل نه غواړي د غزې تړون دویمه مرحله پلې کړي؛ د خپلواکې کمیټې فعالیت ځنډېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس یوه مشر غازي حمد ویلي، د رفح پر بندر د مسافرو تګ راتګ د اسراییلو له خوا ټاکل شویو شرطونو له امله له خنډ سره مخ شوی او زياتوي چې اسراییل نه غواړي د غزې دننه یا بهر تلونکي خلک په اسانۍ د رفع له لارې تېر شي، سره له دې چې دروازه د محدودو فعاليتونو لپاره پرانیستل شوې ده.
غازي حمد څرګنده کړې چې د غزې د خپلواکې ملي کمیټې د فعالیت په اړه لا هم وضاحت نشته او د کمیټې کار لا پيل شوی نه دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د اسراییلو د وژنو دوام به د کمیټې د فعالیت په وړاندې لوی خنډ رامینځته کړي او د کمیټې کار پیلول باید لومړیتوب وي.
نوموړي ويلي چې اسراییل نه غواړي د غزې د تړون دویمه مرحله پلي شي او ټینګار يې کړی چې د کمیټې لپاره بودیجه ورکول یو اساسي شرط دی څو د جګړې وروسته د غزې اداره په فعاليت پیل وکړي.



