د ایران مذهبي مشر: نړۍ پر امریکا باور لري او موږ په الله چې ټر ټولو ځواکمن دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علی خامنه ای په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې نړۍ پر امریکا باور لري او موږ په الله چې ټر ټولو ځواکمن دی.
خامنه ای ویلي، چې امریکا به د زور، فشار او ګواښ له لارې هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي او ټینګار یې کړی، چې د ایران ملت د بهرنیو فشارونو پر وړاندې نه تسلیمېږي.
نوموړي ویلي، چې د امریکا د «سوپر طاقت» دعوې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او په عملي ډګر کې یې اغېز کم شوی دی. هغه زیاته کړې چې د زور پر بنسټ پالیسۍ د ملتونو اراده نه شي کمزورې کولای.
د ایران مذهبي مشر همداراز ویلي، چې د دوی هېواد د خپلواکې پرېکړې حق لري او هېڅ بهرنی ځواک نهشي کولای د فشار له لارې پر ایران خپلې غوښتنې ومني.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي؛ خو ټرمپ پر ایران د برید له ګواښونو سره سره د خبرو هوډ هم لري.



