نيويارک ټايمز: امریکايي او ایراني چارواکي د تاوتریخوالي کمولو لپاره په استانبول کې د لیدنې چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، تمه ده چې لوړپوړي امریکايي او ایراني چارواکي د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې سره وویني، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ راکم کړي.

د سرچینو په وینا، په دې احتمالي خبرو کې به د ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف، جېرډ کوشنر، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ګډون ولري.

همداراز د ترکیې، قطر او مصر د لوړپوړو چارواکو د حضور تمه هم کېږي. ویل کېږي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ له نادرو مخامخ تماسونو څخه وي، ځکه تهران ټینګار کوي چې تر ګواښ لاندې خبرې نه کوي، خو بیا هم د ډیپلوماسۍ دروازې پرانیستې ساتي.

راپور زیاتوي چې سیمه ییز هېوادونه د جګړې له پراخېدو وېره لري او هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې وضعیت کنټرول کړي.

ځینو ایراني سرچینو اشارې ورکړې چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د امتیاز ورکولو محدود چمتووالی لري، خو لا هم پر دې ټینګار کوي چې پروګرام یې سوله‌ییز دی.

تر اوسه سپینې ماڼۍ په رسمي ډول د دغو احتمالي خبرو په اړه څه نه دي ویلي

مربوطه مطالب

Back to top button