ایران: د اټومي هوکړې دریځ نه دی بدل شوی؛ خامنه‌يي د بالستیک توغندیو پر پروګرام مذاکرات منع کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

ایراني سرچینو ویلي چې د اټومي هوکړې په اړه د تهران دریځ لا هماغه پخوانی دی او د وروستیو شخړو وروسته هم نه دی بدل شوی.

د دغو سرچینو په وینا، ایران چمتو دی داسې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي چې له مخې یې په خپل هېواد کې د یورانیمو بډاینه تر ۳.۶۷ سلنې پورې محدوده وي، چې دا کچه د وسلو لپاره له اړینې کچې خورا ټیټه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، ایران غواړي اوسمهال موجود لوړ بډایه شوی یورانیم په خپل هېواد کې وساتي، خو چمتو دی چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څار او پلټنو لاندې وي، په دې شرط چې یوه «عادلانه» هوکړه وشي.

تهران ټینګار کوي چې هر ډول تړون باید د امریکا له لوري لګول شوي اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي، ایران بېرته د سوېفټ نړیوال مالي سیستم سره ونښلوي، کنګل شوې شتمنۍ خوشې شي او دا تضمین ورکړل شي چې واشنګټن به بیا له هوکړې نه وځي.

ایراني چارواکي همداراز وایي چې د بالستیک توغندیو پروګرام د خبرو موضوع نه ده او د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌يي پر دې برخه هر ډول بحث منع کړی دی.

تر اوسه د امریکا یا لوېدیځو هېوادونو له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button