کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په مسکو کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن ویلي چې هېواد یې غواړي له روسیې تېل، ګاز، درمل او صنعتي توکي وارد کړي.
نوموړي د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی چې که ځینې بندیزونه، په ځانګړې توګه بانکي محدودیتونه لرې شي، افغانستان به وکولی شي خپل واردات زیات کړي.
ښاغلي حسن همداراز ویلي چې افغانستان کولی شي روسیې ته وچه او تازه مېوه، سبزي، طبي بوټي، غالۍ او کاني توکي صادر کړي په خبره يې دا کار به د کابل–مسکو دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او د دواړو هېوادونو اقتصاد ته به ګټه ورسوي.
نوموړي زیاته کړې چې هڅې روانې دي څو په مسکو کې د افغاني تولیداتو یو نندارتون جوړ شي، تر څو د افغان صادراتو ظرفیتونه نندارې ته وړاندې او په نړیواله کچه بازار ته لاسرسی اسانه کړي.


















