کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل راپور کې ويلي، چې پرون د دوشنبې په ورځ، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ټول ۳۶۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
راپور کې راغلي چې په دې کې ۱۳۹ کورنۍ د تورخم، ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک، ۲۷ کورنۍد اسلام کلا، ۱۳ کورنۍ د ورېښمو لار او ۱۶۰ کورنۍ له کابل څخه شاملې وې چې خپلو سيمو ته لیږدول شوي دي. د راستنېدونکو ټول شمېر ۱۰۵۴ تنه و.
راپور زياتوي د ټرانسپورټ کمېټې له لارې ۲۴۵۷ تنه بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شول او ورته کرایه ورکړل شوه.
د مالي چارو کمېټې له ۴۳۵ کورنیو سره په مجموعي ډول مالي مرسته کړې او همدارنګه، د روغتیايي او خدماتو کمېټو له خوا مهاجرینو ته روغتیايي خدمات، غذا، او د مخابراتو سیمکارتونه په وړیا توګه وویشل شول.


















