کابل ټکی کام (سې شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا ویاند “ابوعبیده” خبرداری ورکړی، چې که صهیونیستي رژیم خپلو بریدونو او پوځي تېریو ته دوام ورکړې، نو مقاومت به یې پر وړاندې یوځل بیا جګړه پیل کړي.
د نوموړي له قوله د مقاومت اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم دوامدار بریدونه د زغم له کرښې اوښتي او ټینګار یې کړی، چې مقاومت به د هر ډول تېري مناسب ځواب ورکړي.
ابوعبیده زیاته کړې، چې د دوی ځواکونه بشپړ چمتو دي او د دښمن هر اقدام ته به پر وخت او هدفمند غبرګون وښيي. هغه همداراز ویلي، چې د ولس د ساتنې او د اشغال د مخنیوي لپاره به مقاومت خپل مسؤلیت ترسره کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې پر غزې د صهیونیستي ترهګر رژیم بریدونه زیات شوي او وضعیت لا هم ترینګلی دی.


















