کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان بانک د مالي سیستم د اسانتیا لپاره له بازارونو ۵۸۸ میلیونه ۱۴۰ زره زړې او له چلښت لوېدلې افغانۍ راټولې او په کابل کې یې وسوځولې. په دې کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو بانکنوټونه شامل وو.
د افغانستان بانک دویم مرستیال، ملا محمد اخند، وویل چې د دې اقدام هدف د اقتصادي معاملو د آسانتیا او د بانکنوټونو د کیفیت لوړول دي. نوموړي زیاته کړه چې زاړه بانکنوټونه له منځه وړل کېږي او نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کېږي ترڅو هېوادوال خپلې ورځنۍ معاملې پرته له ځنډ څخه ترسره کړي.
ښاغلي آخند له خلکو وغوښتل چې د بانکنوټونو په کارولو کې دقت وکړي او خپل مسئولیت ادا کړي، څو بانکنوټونه له ټاکلې مودې مخکې زاړه نه شي.


















