کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په هلمند ولایت، بُست کلا اړوند خاري سیمه کې د پوهنې وزارت په همکارۍ له یوې همکارې ادارې سره په مالي ملاتړ د ۳۴۴ زره ډالرو په ارزښت نوې دوه پوړيزه د ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، د لاس مینځلو ځایونه، د لمریزې برېښنا او پاکو اوبو سیستمونه، احاطوي دېوال او نور ضروري ملحقات لري.
د پرانیستې په مراسمو کې د هلمند د پوهنې رئیس مولوي محمدعوض انصاري، د پوهنې ریاست مسؤلین، علماء، قومي مشران، ښوونکي او زدهکوونکي ګډون وکړ.


















