حماس ځواکونو خان یونس کې د یاغیانو پر ضد ځپونکي عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ځواکونو د غزې د خانیونس په جنوب کې د یاغیانو پر ضد پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي دي
القسام ځواکونو اعلان کړی، چې نن یې د غزې تړانګې د خانیونس ښار په جنوب، د «البطن السمين» په سیمه کې د صهیونیستي ریژیم له ملاتړه د برخمنو یاغیانو پر یوه کاروان پلان شوي عملیات ترسره کړي دي.
د القسام په وینا یاغیان له هغو سیمو څخه د تېرېدو په حال کې وو چې د مقاومت له لوري «صفر سیمې» بلل کېږي او د پوځي تګ راتګ لپاره سختې کنټرولېږي.
د کمین په پایله کې د یاغیانو ګڼ شمېر غړي وژل شوي او ګڼ نور یې نیول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه عملیات په ډېر دقت پلان شوي وو او موخه یې د هغو عناصرو مخنیوی و، چې د دښمن لپاره د جاسوسۍ او معلوماتو د راټولولو هڅه کوي.
تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی خپور شوی او نه هم د مقابل لوري لهخوا رسمي غبرګون ښودل شوی دی.



