ارزګان کې د شفلوغ بند ۱۲٪ او د آغاجان بند جیوتخنیکي مطالعات ۸۵٪ بشپړ شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ارزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند د جوړولو چارې ۱۲ سلنه او د آغاجان بند د جیوتخنیکي مطالعاتو بهیر شاوخوا ۸۵ سلنه پرمخ تللی دی.

د مسؤلینو په وینا، د دواړو پروژو د کیفیت او چټک پرمختګ لپاره اړوندو انجنیرانو او قراردادي ټیمونو ته لازمې تخنیکي لارښوونې شوې دي، څو چارې د ټاکلي پلان له مخې مخته ولاړې شي.

د معلوماتو له مخې، د شفلوغ بند د ۸۷۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، او د آغاجان بند د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت شاوخوا ۷۰ میلیونه متره مکعب ته رسېږي، چې د کرنې او اوبو مدیریت په برخه کې به مهم رول ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button