خوست کې د دوه کورنیو ۹۰ کلنه دښمني د سرحدونو او قبایلي چارو رياست په هڅو پای ته ورسیده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت وايي، چې د خوست د سرحدونو او قبايلو رياست په هڅو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همکارۍ د موسی خېلو ولسوالي د غلانګ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پخوانۍ ۹۰ کلنه دښمني پای ورسيده.

د وزارت د معلوماتو له مخې ، په دې اوږدې شخړې کې یو کس وژل شوی، بل ټپي شوی او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي وو.

وزارت وايي، د روغي جوړې په غونډه کې دواړو خواوو د تېر وخت غچ هېر کړ، یو بل ته یې بښنه وکړه او د ورورولۍ، سولې او ګډ ژوند ژمنه یې وکړه.

مسؤلین وایي، دا ګام د سیمې د ټولنیز ثبات لپاره مهم دی او هیله څرګندوي چې نورې کورنۍ هم د خبرو او تفاهم له لارې خپلې شخړې هوارې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button