متحده عربي اماراتو ۱۰۸ افغان بندیان خوشې کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د ځانګړي هدایت او په متحده عربي اماراتو کې د افغان سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې، د اماراتو دولت د خپلې ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړي دي.

د وزارت په وینا، له خوشې شویو کسانو څخه یو شمېر یې هېواد ته راستانه شوي او د پاتې بندیانو د بېرته ستنېدو بهیر به د اړوندو قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له دولت او اړوندو ادارو د دې بشردوستانه اقدام له امله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button