لغمان کې د ۲۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونه او محافظوي دیوالونه شامل دي، چې د سیمې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره عملي شوي دي.

مسوولين وایي، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د ترانسپورټ اسانتیاوې زیاتې شي، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت به لوړ شي او سیمه به د طبیعي پېښو پر وړاندې لا خوندي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button