حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د مسجد الاقصی د امام محمد علي العباسي د نیولو او له جوماته د لېرې کولو پرېکړه غندلې او دا یې د دیني چارو ښکاره لاسوهنه بللې زياتوي چې دا اقدام د جومات پر دیني مشرتابه مستقیم فشار او د عبادت ازادۍ ته زیان رسوي.

یاد غورځنګ ويلي چې د اسرائيلي اشغالګرو د مسجد الاقصی پر وړاندې محدودیتونه زیات کړي، د لمونځ کوونکو پر تګ راتګ بندیزونه لګوي او د روژې میاشتې لپاره د چمتووالي مخه نیسي.

د دوی په وینا، دا اقدامات د جومات د کنټرول او د عبادت د ازادۍ د محدودولو لپاره ترسره کېږي.

حماس د فلسطین له خلکو غوښتي چې په مسجد الاقصی کې حضور زیات کړي او د هغه د هویت د ساتنې لپاره فعال شي.

دغه غورځنګ همدارنګه له عربي ټولنو او د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې د جومات د ساتنې او د یادو اقداماتو د مخنیوي لپاره بیړني عملي ګامونه پورته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button