کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د نښتو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، د جګړو پر مهال درنې وسلې کارول شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې لا هم د حکومتي ځواکونو او چټک غبرګون ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ تنه وژل شوي او او سلګونه نور ټپیان شوې دي.
د ویلو ده، چې د”عم السریع” چټک ملاتړ ملېشو تر دې دمه ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د سوډاني پوځ د ویاند ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو ادعا یې کړې، چې پلازمېنه کې یې ځینې ستراتیژیکي سیمې نیولې دي.















