د لبنان په بقاع سیمه کې د اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۰ کسان شهيدان او لسګونه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د اسراییل هوايي بریدونو، چې د بقاع سیمې څو ښارګوټي یې په نښه کړي، ۱۰ کسان شهيدان او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي. دا بريدونه نن د شنبې په ورځ رامنځته شوي دي.

د وزارت د عامې روغتیا د بیړنیو عملیاتو مرکز په خبرپاڼه کې ویلي، د ټپیانو په ډله کې درې ماشومان هم شامل دي او روغتیايي ټیمونه لا هم د ټپیانو درملنه او د وضعیت څارنه کوي.

تر دې مخکې، د لبنان د امبولانس خدماتو سرچینو راپور ورکړی و چې د بعلبک په ختیځه سیمه کې هم هوايي بریدونه شوي، چې لږ تر لږه اته ملکي وګړي پکې شهيدان شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button