حماس: د غزې په اړه هر سیاسي بهیر باید د جګړې په بشپړ درولو سره پیل شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له لوري د سولې شورا له ځانګړې غونډې وروسته هر ډول سیاسي بهیر او د غزې تړانګې د راتلونکې په اړه بحث باید د جګړې له بشپړ درولو، د محاصرې له پای ته رسولو او د فلسطیني ولس د مشروع ملي حقونو له تضمین سره پیل شي.

حماس ټینګار کړی چې د روانو سرغړونو او د اوربند د دوامدارو نقضونو په شرایطو کې د دغې غونډې جوړېدل نړیواله ټولنه او ګډونوال اړ باسي چې عملي ګامونه واخلي، څو اسراییل جګړې ودرولو، لارې پرانیزيلو اړ باسي او بشري مرستې له محدودیت پرته غزې ته ورسېږي او د بیا رغونې چارې ژر پیل شي.

حماس له نړیوالو لورو او منځګړو غوښتي چې د شویو هوکړو د پلي کېدو ضمانت وکړي، د بشري او سیاسي ژمنو د ځنډ مخه ونیسي او د اوربند د دایمي ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي، ټینګار یې کړی چې د غزې ثبات یوازې د اشغال د پای او د فلسطیني ولس د بشپړو حقونو په تأمین سره شونی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button