مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ ټولټال (۱۱۰۳) افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸۹۸) کسانو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لار او اسلام کلا له لارو هېواد ته راداخل شوي چې سلګونو کورنیو ته نغدي مرستې، روغتیايي خدمات، خوراکي توکي او وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

راپور کې راغلي چې له ثبت شویو کډوالو څخه (۹۶۵) کورنۍ چې (۵۳۲۷) کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button