د معیار او کیفیت اداره: ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ګاډر اوسپنه بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي، د شیخ ابو نصر فراهی بندر له لارې یې ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ګاډر اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود، له بشپړې تخنیکي ارزونې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته مسترده کړې ده.

د ادارې په وینا، دغه توکي د هراړخیزې معاینې پر مهال د ملي معیارونو خلاف تشخیص شول.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د څارنې بهیر په شفاف، منظم او جدي ډول روان دی او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکو او بې‌کیفیته توکو ته به د واردېدو اجازه ور نه کړل شي.

چارواکو له سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه مراعات کړي او د سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button