د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د غور د سلطان غیاث الدین غوري هوايي ډګر د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۴ل)

مسوولين وايي، چې په غور ولایت کې د سلطان غیاث الدین غوري سیمه ‌ییز هوايي ډګر د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه پروژه د هوايي ډګر د عصري کولو او فعالیتونو د ښه والي لپاره پیل شوې ده.

د ترانسپورت او هوايي چارو وزارت د پلان او پراختیا رئیس پوهنمل رستم حفیظ یار وايي، د پروژې په چوکاټ کې به د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور د ځغاست لیکې بیارغونه، د رمپ جوړول، ټکسي ‌وې او د اوبو د ایستلو کانال جوړول شامل وي چې چارې يې د یاد وزارت د انکشافي بودجې له منابعو تمویلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button