عربي هېوادونو ته د خامنه ای خبرداری؛که له خاورې مو برید وشو د نړۍ له نقشې به ورک شئ- موږ ټوکې نه کوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران ستر مذهبي مشر “ایات الله علي خامنه ای” په یوه تازه مرکه کې عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې که د ایران پر ضد د امریکا ملاتړ وکړي او یا ورته د هر ډول برید لپاره زمینه برابره کړي، نو تهران به د امریکا پر ځای همدغو هېوادونو ته سخت ځواب ورکړي.

د ایراني چارواکو په خبره، هغه هېوادونه چې د امریکا احتمالي پوځي اقدام ته اشاره ورکوي او یا ورته تسهیلات برابروي، تر ټولو مخکې به د ایران له غبرګون سره مخ شي. دوی ټینګار کړی چې ایران په دې برخه کې له هېچا سره ټوکې نه کوي او هر ډول اقدام ته به قاطع ځواب ورکړي.

خامنه ای دا هم ویلي چې د سیمې امنیت باید د سیمې هېوادونو له لوري خوندي شي او بهرنیو ځواکونو ته د لاسوهنې اجازه ورکول به د جدي پایلو لامل شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونه یو ځل بیا زیات شوي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button