ایران د هرمز تنګي تړل په رسمي ډول اعلان کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په رسمي ډول اعلان کړی چې هرمز تنکی یې تړلی دی
.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا اقدام د وروستیو پوځي تحولاتو او د دوی په وینا د «دښمنانه اقداماتو» په غبرګون کې ترسره شوی دی.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي چې د انرژۍ او نورو ډول، ډول توکو د لېږد را لېږد ستره برخه جوړوي او د دې لارې هر ډول تړل کېدل کولای شي پر سیمه‌ییز او نړیوال اقتصاد ژور اغېز وکړي.

تر اوسه د سیمې هېوادونو او نړیوالو لورو له خوا د دې اعلان په اړه رسمي غبرګونونه نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button