ایران پر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د عبري ژبې رسنۍ ۱۵ د راپور له مخې ایران د اسرائیلو پر پلازمېنه تل ابیب، حیفا بندري ښار او د اشغالي فلسطین په ګڼو نورو سیمو پراخ توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

په ورته مهال راپورونه وایي، همدا اوس د ایران له لوري ګڼ بالستیک توغندي د صهیونیستي پلازمېنې تل ابیب او همداراز د حیفا پر لور توغول شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو شمېر توغندي خپلو ټاکلو هدفونو ته رسېدلي او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي. د چاودنو غږونه په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوي او د بیړنیو مرستو ټیمونه د پېښې ځایونو ته رسېدلي دي.

تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه رسمي او کره شمېرې نه دي خپرې شوې؛ خو داسې ښکاري، چې وضعیت د صهیونیستي ریژیم له کنتروله وتلی او دفاعي سیستمونه یې له کاره لوېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button